د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د ماليې وزير لو جي وې د اکتوبر په اتمه نېټه د شلو هېوادونو ډلې د ماليې وزيرانو او د مرکزي بانکونو مشرانو په غونډه کې وويل، د ٢٠١٦م کال لپاره د شلو هېوادونو ډلې د مالی موضوعات به موجودي برياليتوبونو، مرکزي مسئلو، د ګډو نظريو پراخېدو، د عملياتو پياوړتيا، د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا او پرمختګ هڅونې او د نړيوالې ادارې ښه والي ته پاملرنه ورکړي.
هغه وويل، برخوالو وزيرانو په دې غونډه کې د نړيوال اقتصاد د اوسنيو حالاتو، د ګمرکي مالياتو د نړيوالو همکاريو، د پولي څارنې د اصلاحاتو او له اقليمي بدلون سره د مقابلې په اړه د نظريو تبادلې وکړې.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |