د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م د اويايمې عمومي اسامبلې په لومړې کميټه کې د چيني پلاوي مشر وانګ چيون د اکتوبر په نهمه نېټه د انټرنيټي شبکې د عملي مقرراتو د ټاکلو په اړه خپلې نظريې وړاندې کړې.
هغه وويل، د نړيوال امنيت د ساتنې په برخه کې د انټرنيټي امنيت مقام د ورځ په ورځ د مهمېدو په حال کې دی. موږ دې د م م د منشور د مراعاتو، په انټرنيټي شبکه کې د بېلا بېلو هېوادونو د حاکميت د درناوي، له سوله ييزې لارې د توپيرونو د حل و فصل، په سوله ييزه او امنيتي توګه د انټرنيټ د کارولو او د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې د لاس نه وهلو پر بنسټ د انټرنيټي شبکې د عملي مقرراتو د ټاکلو لپاره کوښښ وکړو. چين به د يوې سوله ييزې، امنيتي، پرانستونکې او همکاريزې انټرنيټي شبکې د جوړونې لپاره خپل خدمتونه تر سره کړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |