CRI Online

د چين په نان جينګ ښار کې د عامې وژنې ارشيف د خاطرو په نړيوال ليست کې شامل شو

cri     (GMT+08:00) 2015-10-10 16:35:31

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، خبريال د اکتوبر په لسمه نېټه د جاپاني تيري کوونکو لخوا په نان جينګ ښار کې د وژل شويو کسانو د يادونې موزيم څخه خبر اخستی چې د نان جينګ د عامې وژنې يوولس مادې ارشيف د خاطرو په نړيوال ليست کې شامل شوی دی.

د ١٩٣٧ کال د دسمبر په ديارلسمه نېټه جاپاني تيري کوونکو د چين نان جينګ ښار ونيوه او په يوه مياشت کې يې څه دپاسه درې لکه عامه چينايان او بې وسلې سرتيري وژلي چې په تاريخ کې د مشهورې عامې وژنې په توګه بلل کېږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای