د م م د ويبپاڼې څخه تر لاسه شوی خبر وايې چې نولس پناه وړونکي د اکتوبر په نهمه نېټه له ايټاليا څخه سويډن ته وخوځيدل چې دوی د کډوالو د ځای پر ځای کولو له پلان څخه لومړی ګټه اخيستونکي کسان دي. د م م د کډوالو چارو ادارې په همدې ورځ د ياد پلان د پلي کولو هرکلی وکړ او و يې ويل، چې د دې پلان پلي کېدو د اروپا په وړاندې د کډوالۍ بحران د حل و فصل مهم ګام دی.
د دې تر څنګ، د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه د سرحدي سيمو د کنټرول د پياوړتيا او له انساني قاچاق سره د مبارزې په کار پيل وکړ. م م له اروپايي هېوادونو څخه وغوښتل چې د کډوالو د ځای پر ځای کولو او د شتمنو اختطاف شويو کسانو د بېرته سپارلو لپاره ګډ کوښښ وکړي.
د بل خبر له مخې، د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه به په دې اوونۍ کې د مديترانې په سمندر کې پوځي تمرينونه تر سره کړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |