CRI Online

خندا د انسان د روغتيا لپاره خاص رول لري.

cri     (GMT+08:00) 2015-10-13 15:39:05

ټولو ته معلومه ده چې خندا تر يوې اندازې پورې د انسان د ښې روحيې او خوشحالي څرګندوی دی. د اړوندې څېړنې له مخې خندا د اعصابو هيجان او خرابي له منځه وړي. د فرانسې يو مشهور طبي متخصص ويلي دي چې خندا د انسانانو د کولمو، ځيګر او د دماغ طاقت پياړوی کوي او د اعصابو خرابي او بي خوبي لېرې کوي. هغه د مثال په توګه ويلي دي چې که يو ناروغ سړی تل درد ته متوجه وي، نو حتماً به درد لا ور ته سخت ښکاري. که خوشحالي او خندا ور ته پيدا شي، توجه به يې بلې خوا ته واړول شي او درد به يې کم شي. نو ويل کېږي چې خندا د روغتيا لپاره ډېره ګټه لري. دغه راز د امريکا د اړوند کارپوه په نظر خندا يو ډول کيمياوي تحريک انعکاس دی او د بدن بېلا بېل جهازونه يې فعالوي. په تېره بيا خندا د دماغ د تحريک او د داخلي ترشح د پرمخبيولو لپاره ګټور رول لوبولای شي. نو يا د فيزيولوژي علم له نظره يا د روان شناسي له نظره له زړه نه خندا د نيک روحي حالت څرګندوی دی چې دا د عصبي سيستم د ثبات او د بېلا بېلو ناروغيو سره د انسان د مقاومتي لياقت د پياوړتيا لپاره ډېره ګټه لري. په تاريخ کې د ډېر اوږد عمر هغه مهشور شخصيتونه رامنځته شوي دي چې په خپل ټول عمر کې ډېر خوش او شوخ طبع ښکارېدل. لکه په نړۍ کې د کميدي ډېر مشهور هنرمند چارلي چاپلين د اته اتيا کالو لپاره ژوند وکړ. نوموړو مشهورو شخصيتونو په ټول عمر کې زياتو خلکو ته خندا رسولې او له بلې خوا د انسان د ژوند له حقيقت، کمال او جمال نه تجربې يې تر لاسه کړي دي. برعکس هغه خندا چې د زړه او فکر په خلاف ده او صداقت نه لري، لکه بده خندا، جعلي خندا او داسې نور به د ځينو ناروغيو سبب شي. بله د توجه وړ خبره دا ده چې د چين د عنعنوي طب له نظره د انسان لپاره خوشحالي، خندا، خفه، غوسه، قهر او داسې نور احساسات که په مناسب ډول کنټرول نه شي، حتماُ به د انسان روغتيا ته ضرر ورسوي. مثلاً که سخته خندا نه کنټرول کېږي، دا به د زړه ناروغانو ته خطر ورسوي


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای