CRI Online

خوراکي غوړي او روغتيا

cri     (GMT+08:00) 2015-10-13 15:45:09

ټولو ته معلومه ده چې د انسان په ورځني ژوند کې يا تباتي غوړي يا د څارويو غوړي ضروري شيان دي. له دې امله چې د خوړلو وړ غوړي زيات قسمونه لري، نو د اړوندې څېړنې له مخې د روغتيا لپاره ښه به دا وي چې بېلا بېل غوړي انتخاب او وخوري. د ځينو خلکو په نظر تباتي غوړي د روغتيا خصوصاً د چاغوالي د مخنيوي لپاره ګټور دي. خو په دې وروستيو وختونو کې د جاپان د تازه طبي علمي څېړنې له پايلې نه ښودل شوي چې د انسان په وينه کې د کلسترول د کموالي په هکله د تباتي غوړي رول موقتي دی، له لېرې نظره که نباتي غوړي ډېر زيات وخوړل شي، د وينې د لخته کېدو خطر به رامنځته شي. نو زموږ په ورځني ژوند کې د اشپزې په ترڅ کې دې تر ممکنه حده پورې بېلا بېل قسم غوړي استعمال شي. بله مسئله دا ده چې په بېلا بېلو تباتي غوړيو کې د انسان د روغتيا لپاره کوم ډول غوړي نسبتاً ګټور دي؟ د اړوندې څېړنې له مخې په بېلا بېلو خوراکي نباتي غوړيو کې د زيتون غوړي د غذايي او روغتيايي ارزښت له نظره تر ټولو لوړ دي او تر اوسه پورې له ټولو کشف شويو نباتي خوراکي غوړيو نه تر ټولو د انسان د غذ ايي اړتيا سره مساعد دي. بله د توجه وړ خبره دا ده چې عموماً خلک د اشپزې په وخت کې دا عادت لري چې په سره شويو غوړيو کې ځيني خوراکونه پخوي، د دوی په نظر له دې لارې پاخه شوي خواړه ډېر خوند لري. خو د علمي څېړنې له مخې که غوړي په ديګ کې سره شي، يوه برخه غوړي به په يو ډول د اکسيژن ترکيبات بدل کړي چې دغه ډول مواد د سرطان د ناروغۍ سبب کېږي. نن ورځ د اقتصاد او ټولنې په پرمختيا سره اوس په بازار کې ډول ډول غوړي پيدا کېږي. څنګه ښه غوړي وپېژنو، تر ټولو نه يوه ساده طريقه دا ده چې لومړی وګوري چې د غوړيو رنګ ژيړ ښکاري او که غوړي په ديګ کې سره شي، دود نه کوي. دا به ښه وي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای