CRI Online

يو لړ سپورتي خبرونه

cri     (GMT+08:00) 2015-10-27 19:58:29
افغان کرکټ ملي لوبډلې د زمبابوې پر وړاندې د پنځه نړیوالو یو ورځینیو سیالیو لړۍ له خپلې بریا سره پای ته ورسوله او نړیوال ریکارډ یې جوړ کړ

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې په زیار د هیواد کرکټ ملي لوبډلې او د زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې ترمنځ د کرکټ ۵ نړیوالو یو ورځینیو سیالیو لړۍ ترڅنګ دوه شل اوریزې سیالۍ هم برابرې شوې چې د یو ورځینیو سیالیو لړۍ د افغانستان په بریا سره پای ته ورسیده او له دې سره د کرکټ په نړیوال تاریخ کې یو نوی ریکارډ جوړ شو. افغان کرکټ ملي لوبډله د دوهمې درجې غړیتوب لرونکې دوهمه لوبډله ده چې د نړیوالو یو ورځینیو سیالیو لړۍ یې له بشپړ غړیتوب لرونکې لوبډلې څخه وګټله.

د پنځه نړیوالو یو ورځینیو سیالیو د لړۍ وروستۍ سیالي نن د زمبابوې په بولاوایو ښار کې ترسره شوه. ددغې لوبې پچه د زمبابوې لوبډلمشر وګټله او افغان کرکټ ملي لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه. افغان لوبډلې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره سیالې لوبډلې ته په ۵۰ اورونو کې د ۲۴۶ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې نورعلي ځدران ۵۴ او محمد نبي عیسی خیل ۵۳ منډې جوړې کړې.

د زمبابوې لوبډلې ورکړل شوی هدف بشپړ نه کړای شو او د سیالۍ په ۴۵ اوور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۷۲ منډې جوړې، سیالي یې د افغان لوبډلې په ګټه پای ته ورسوله. د ملي لوبډلې توپ اچونکو لخوا دولت ځدراڼ ۴، امیر حمزه هوتک ۳، راشد خان ارمان ۲ او میرویس اشرف د سیالې لوبډلې ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

دولت ځدراڼ د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش د زمبابوې پر وړاندې د ۵ نړیوالو یو ورځینیو سیالیو د لړۍ بریا مبارکي ټولو هیوادوالو ته وړاندې کړه. نوموړي د ملي لوبډلې او د روزونکې ډلې کار او زیار وستایه او ویې وییل چې، د افغان کرکټ ملي لوبډلې پر مخ د بشپړ غړیتوب لرونکو لوبډلو پر وړاندې د بریاو لړۍ پرانستل شوه.

اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي ووییل چې، د بشپړ غړیتوب لرونکې لوبډلې پر وړاندې د ۳ پر ۲ تفاوت سره بریا په ریښتیا هم تاریخي ارزښت لري. نوموړي زیاته یې کړه، دوی به په راتلونکې کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې لپاره ډیری سیالۍ په لاره واچوي تر څو مهارتونه یې نوره هم وده وکړي.

افغان کرکټ ملي لوبډلې په نړیواله شل اوریزه سیالۍ کې هم کوربه زمبابوې ته ماتې ورکړه

د نړیوالو یو ورځینیو سیالیو په لړۍ کې له تاریخي او ریکارډ جوړونکې بریا څخه وروسته نن افغان کرکټ ملي لوبډله کوربه زمبابوې ته په لومړنۍ نړیواله شل اوریزه سیالۍ کې هم ماتې ورکړه.

د نننۍ لوبې پچه د زمبابوې لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پریکړه یې وکړه. دوی په ټاکلو شلو اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۵۳ منډې جوړې او افغان لوبډلې ته یې د ۱۵۴ منډو هدف ورکړ.

د افغان توپ اچونکو له لوري دولت ځدراڼ د سیالې لوبډلې ۳، راشد ارمان ۱ او نبي عیسی خیل هم ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

ملي لوبډلې ورکړل شوی هدف د سیالۍ په وروستي اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو سره بشپړ کړ چې له ډلې یې نجیب ځدراڼ ۳۷، شهزاد محمدي ۳۴ او محمد نبي عیسی خیل ۳۳ منډې جوړې کړې.

دولت ځدراڼ د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش په شل اوریزه نړیواله سیالۍ کې د ملي لوبډلې بریا له امله ټولو هیوادوالو ته مبارکي ووییله. نوموړي ووییل چې ملي لوبغاړو د یو ورځیني فارمټ سربیره په شل اوریز فارمټ کې هم خپله وړتیا وښودله.

اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي هم ټولو هیوادوالو ته د ملي لوبډلې د بریا مبارکي ووییله. نوموړي د ملي لوبغاړو استعدادونه وستایل او د دوی زړورتیا یې ملي قوت وباله.

د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې خپل روزونکی لیرې کړ د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې ددغې لوبډلې بوسنیایی روزونکی سلاون سکیلیزیچ له دندې لیرې کړی. ویل کېږي د هغه د لیرې کولو لامل کمزوری فعالیت او په څنګ کې یې د نامسلکي کسانو ځای پر ځای کېدل وو. د فوټبال فدراسیون په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي: ''د کمزورو پایلو ترلاسه کېدل او د مسلکي کدرونو کمزورې ډله'' د ښاغلي اسکلیزیج د لیرې کېدو لامل شو. سلاون سکیلیزیچ د روان کال فبرورۍ میاشت کې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې په توګه له دغې لوبډلې سره پنځه کلن قرارداد لاسلیک کړ. ښاغلی سکیلیزیچ هغه مهال ویلي وو، چې غواړي د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې تګلاره او نوي پروګرام د اروپايي فوټبال لوبډلو له هغو سره یوشان کړي. ده ویلي وو، هڅه به یې دا وي چې له هېواده بهر نوي لوبغاړي لوبډلې ته جذب کړي او په بهر کې افغان لوبغاړو ته د تمرین زمینه برابره کړي. د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې په ۲۰۱۳ کال د سوېلي آسیا هېوادونو د فوټبال اتلولي وګټله. اوس دغه لوبډله د ۲۰۱۸ کال نړیوالې اتلولۍ ته د لارې موندلو لپاره مقدماتي سیالۍ کوي. سلاون سکیلیزیچ چې په اصل کې د بوسنیا دی، خو په جرمني کې د فوټبال په برخه کې اوږده تجربه لري. دغه ۴۳ کلن روزونکی د جرمني په ګڼو لوبډلو کې روزونکی تېر شوی دی. په راتلونکي کال کې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله له نژدې ۲۰ دوستانه رسمي سیالیو سره مخامخېدونکې ده.
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای