CRI Online

لوېديځ ته د شينجيانګ د موادو ليږدونکو اورګاډيو شمېر شپږو ته زيات شوی

cri     (GMT+08:00) 2015-10-29 11:19:40

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اکتوبر په نهه ويشتمه نېټه د ئيلي په نوم د موادو ليږدونکی اورګاډۍ د شينجيانګ له غولجا ولسوالۍ څخه حرکت وکړ او د قزاقستان په شمول د هېوادونو له لارې به اته ورځې وروسته د روسيې کوپفونا سيمې ته ورسېږي.

د مالوماتو له مخې، دغه اورګاډی له ئيلي سيمې څخه د روسيې کوپفونا سيمې ته لومړی اوګارډۍ دی، او لوېديځ ته د شينجيانګ د موادو شپږم ليږدونکی اورګاډۍ دی او ترې ښکاري چې د چيني توليداتو د ليږدولو لپاره يوه بله نړيواله کرښه زياته شوې ده. اوس دغه اورګاډی هره مياشت دوه ځله ځي، يو کاله وروسته به دغه شمېر په هره مياشت کې څلورو ځلو ته زيات شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای