د سين هوا اژانس د خبر له مخې:د اکتوبر په ٢٩مه نېټه د چين د کمونېست ګوند د ١٨مې دورې د مرکزي کميټې ٥مې عمومي غونډې يوه اعلاميه خپره شوې چې د بېلا بېلو خواوو د پاملرنې وړ ګرځېدلی ده.د بېلا بېلو ځايونو چارواکو او خلکو په اند په غونډه کې د ١٣م پنځه کلن پلان تصويب شو او د پرمختګ ٥ نظريې وړاندې شوې چې د راتلونکي پرمختګ لپاره يې لور ښودلی دی.د چين د کمونېست ګوند او د بېلا بېلو قومونو خلک دې د رئيس شي جين پينګ په مشرۍ بېلا بېلې تګلارې پلې کړي او د شتمنې ټولنې د جوړولو لپاره کوښښ وکړي.
د اوسنيو حالاتو په وړاندې د اقتصاد د زياتوالي سرعت او کيفيت تر ټولو د ډېرې پاملرنې وړ مسئله ده.د شانګهای د ماليې پوهنتون د عامه تګلارو او د ادارې انسټيټوټ مشر هو يي جيان وويل چې په ياده غونډه کې د اقتصاد د چټک پرمختګ او برابر او دواملرونکی پرمختګ وړاندې شوی.له دې څخه څرګندېږي چې په راتلونکي کې به حکومت د اقتصاد د زياتوالي کيفيت او له چاپيريال او ټولنې سره همغږۍ پرمختګ ته په درنه سترګه وګوري.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |