CRI Online

د چين د کمونېست ګوند د اتلسمې دورې مرکزي کميټې پنځمه ملي غونډه په بېجينګ کې تر سره شوه.

cri     (GMT+08:00) 2015-10-30 14:45:30

 د چين د کمونېست ګوند د اتلسمې دورې مرکزي کميټې پنځمه ملي غونډه په بېجينګ کې تر سره شوه.

عمومي منشي شي جين پينګ يوه مهمه وينا وکړه.

د چين د پرمختګ نوی پلان د رايګرۍ له لارې تصویب شو.

د چين د کمونېست ګوند د اتلسمې دورې مرکزي کميټې پنځمه ملي غونډه په بېجينګ کې تر سره شوه.

د چين د کمونېست ګوند د اتلسمې دورې مرکزي کميټې پنځمه ملي غونډه د اکتوبر له ۲۶مې نېټې نه تر ۲۹مې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره شوه چې ۱۹۹ تنو غړيو او ۱۵۶تنو کانديدانو پکې ګډون درلود او عمومي منشي شي جين پينګ يوه مهمه وينا وکړه.

په دغه غونډه کې د چين د ملي اقتصاد او د ټولنې د پرمختګ د ديارلسم پنځه کلن پلان په اړه د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې وړانديزونه تصويب شول. عمومي منشي شي جين پينګ ټولو غړيو ته ياد وړانديزونه وروپيژدل.

په دغه غونډه کې ويل شوي چې تر ۲۰۲۰ کاله پورې د شتمنې ټولنې جوړول د چين د کمونېست ګوند په دواړو يو سل کلنو مخو کې لومړنۍ موخه ده. ديارلسم پنځه کلن پلان په هره ساحه کې د شتمنې ټولنې د ابادولو لپاره کليدي اهميت لري، نو دغه پلان بايد د يادې موخې د تر سره کېدو په هکله طرحه شي.

په دغه غونډه کې د شتمنې ټولنې د ابادولو په هکله نوی هدفونه وړاندې شوي، کوم چې اقتصاد به په منځنۍ او چټک ډول پرمختګ ومومي، تر ۲۰۲۰ کاله پورې د برابر، پراخ او پر له پسې پرمختګ پر بنسټ د کورنيو توليداتو عمومي اندازه او په ښارونو او کليوالو سيمو کې د اوسيدونکو منځنۍ ګټې به د ۲۰۱۰ کال په پرتله دوه چنده شي، صنعتي چارې به منځنۍ او لوړې سويې ته ورسېږي، د اقتصاد په پرمختګ کې به د لګښتونو اغيزه لوړه شي، د ښاري کېدو بهير به چټک شي، د کرنې د عصري کېدو بهير به ګړندی شي، د خلکو د ژوند سويه او کيفيت به په بنسټيزه توګه لوړ شي، د چين د اوسنيو ميعارونو سره سم به په کليوالو سيمو کې بې وزلۍ په پوره توګه له منځه يووړل شي، د اتباعو سياسي او نظامي کيفيت او د ټولنې مدنيت به پياوړی شي او ايکولوژيکي چاپيريال به ښه وساتل شي. د دې تر څنګ د هېواد هراړخيز نظامونه دې لا بشپړ شي او د هېواد د ادارې سيستم او توان به هم عصري او لوړ شي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای