CRI Online

د چين د شينجيانګ يوه کلتوري تصدۍ به د قزاکستان له يوه شرکت سره د ورېښمو لارې په هکله کارتون جوړ کړي

cri     (GMT+08:00) 2015-11-02 11:31:37

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې په دې وروستيو ورځو کې د بېجينګ د لسمې دورې په کلتوري نندارتون کې د پروژو قرردادونو د لاسليکولو په مراسمو کې د شينجيانګ د اروموچي د ابې جي لو په نامه کلتوري شرکت د قزاکستان د سي اې کي په نامه له کلتوري شرکت سره همکاريز قررداد لاسليک کړ چې له مخې به يې د ورېښمو لارې په اړه سل او څلور ټولګه کارتون جوړ شي.

د اروموچي د ياد کلتوري شرکت عمومي مدير حسمان خاجتای وويل چې دغه کارتون به په عمده توګه د ورېښمو لارې پر کلتوري تاريځ پورې اړه ولري او پانګه به يې پنځه شپېته مليونه يوانو ته ورسيږي.

هغه زياته کړه چې په وروستيو دوو کلونو کې د دوی له خوا جوړ شوي کارتونونه په قزاکستان کې د هر کلي سره مخ شوي دي. نو په دې وجه دوی د قزاکستان په پلازمينه استانا کې يوه فرعي څانګه جوړه کړې ده. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای