CRI Online

د چين ديارلسم پنځه کلن پلان وړانديز کړی چې په وخت دې په هره ساحه کې د چين سمسوره ټولنه جوړه شي.

cri     (GMT+08:00) 2015-11-03 18:45:06

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين ملي اقتصاد او ټولنيز پرمختګ د ديارلسم پنځه کلن پلان په اړه د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې وړانديزونه د نومبر په ۳مه نېټه خپاره کړل. په دې وړانديزونو کې راغلي چې په وخت دې په هره ساحه کې د چين سمسوره ټولنه جوړه شي، تر څو د دوهمې سل کلنې موخې او د چيني ملت د بياسمسورتيا په اړه د خوب د تر سره کېدو لپاره ښه زمينه برابره شي.

په دغو وړانديزونو کې د ديارلسم پنځه کلن پلان په موده کې د چين د پرمختګ لارښوونکي افکار ليکل شوي دي. په دې کې راغلي چې چين بايد د چيني ځانګړتيا لرونکې سوسياليستي بيرغ په اوچتولو سره د چين د کمونېست ګوند د اتلسمې دورې ملي کانګرس، د چين د کمونېست ګوند د اتلسمې دورې مرکزي کميټې د درېيمې او څلورمې عمومي غونډې د روحيې په رڼا کې تر ټولو ښه پرمختګ ومومي او د پرمختګ د کيفيت او ګټې د لوړتيا لپاره دې هڅې وکړي. د اقتصاد، سياست، کولتور، ټولنې، ايکولوژۍ او ګوند د ابادولو پر بنسټ دې په هره ساحه کې د چين سمسوره ټولنه جوړه شي، تر څو د دوهمې سل کلنې موخې او د چيني ملت د بيا سمسورتيا په اړه د خوب د تر سره کېدو لپاره ښه زمينه برابره شي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای