د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونيست ګوند مرکزي کمېټې د نومبر په درېيمه نېټه د ملي اقتصاد او ټولنيز پرمختګ د ديارلسم پنځه کلن پلان د جوړولو په اړه وړانديز خپور کړ . په دغه وړانديز کې دې ته راغلي چې د پلان له مخې دې د ولادت پر تګلارې ټينګار وشي او د نفوس پرمختيايي ستراتېژي دې بشپړه شي. هرې جوړې ته دې د دوو بچيانو د لرلو اجازه شته وي او د ميندو او ماشومانو د روغتيا پالنې او وړوکتونونو په شمول د اړوندو عامو خدمتي چارو سويه دې لوړه شي .
دغه راز د زاړو کسانو د ساتلو خدمتي سيستم دې بشپړ شي، د زاړو کسانو لپاره دې د اړوندو طبي بيمو سيستم جوړ شي او د زاړو کسانو د ساتلو په اړه دې خدمتي بازار په پوره توګه خلاص شي.
همدارنګه په دغه وړانديز کې دا هم ويل شوي، چې د جنسي برابرۍ د ساتلو پر تګلارې دې ټينګار وشي او د ښځو او تنکيو ځوانانوحقوق دې تضمين شي. دغه راز د معيوبينو له کاروبارو څخه دې ملاتړ وشي او له معيوبينو سره دې د مرستو په اړه خدمتي سيستم بشپړ شي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |