CRI Online

د اويغوري او چيني ژبو د ژباړلو د نرم زيرميز ښودنه په ارومچي کې تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2015-11-04 14:33:04

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د اويغوري او چيني ژبو د ژباړلوپه اړه د نرم زيرميز ښودنه چې د چين د ملي لږه کيو ژبو د ژباړلو ادارې له خوا جوړه شوې، په دې وروستيو ورځو کې د شينجيانګ په ارومچي کې تر سره شوه.

په دې ښودنه کې کارکوونکو له اړوندو کارپوهانو سره يوځای د دې نرم زيرميز په باب معلومات وړاندې کړل.

د چين د ملي لږه کيو ادارې او اړوندو څانګو تر ملاتړ لاندې يادې ادارې د لږه کيو ژبو د نرم زيرميزونو د څېړلو او مروجولو لپاره هڅې کړې او کوي يې.د يادو نرم زيرميزونو جوړونه به په اويغوري ژبه د ژباړلو کارونو د تر سره کولو لپاره ګټوره وي او په چين کې د ژباړلو چارو لپاره به مهم پرمخبيوونکی رول ولوبوي. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای