CRI Online

په شينجيانګ کې د ٢٠١٥ کال د عمده پروژو د پانګونۍ اويا سلنه بشپړې شوې دي

cri     (GMT+08:00) 2015-11-05 10:53:58

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په شينجيانګ کې د ٢٠١٥ کال د عمده پروژو پانګونې څلوردېرش مليارډه اته سوه مليونه امريکايي ډالره بشپړې شوې چې دغه شمېر د عمومي پانګونۍ په سلو کې دوه اويا اعشاريه پنځه سلنه نيسي.

د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې د پرمختګ او اصلاحاتو کمېټې د نومبر په څلورمه نېټه خبر ورکړ، اوس په شينجيانګ کې ٢٨٨ پروژې روانې دي چې  ترانسپورټي پټلۍ، عمومي سړکونه او د هوايي ډګر پراخولو په شمول چارې پکې شاملې دي.

د مالوماتو له مخې، شينجيانګ په ٢٠١٥ کال کې٢٩٠ عمده پروژې ترتيب کړي او د پانګونې اندازه عمومي پانګونې يې اته څلويښت مليارډه امريکايي ډالره کېږي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای