CRI Online

په شينجيانګ کې د ورېښمو لارې د کلتوري نوښت په اړه درېيم نندارتون پای ته ورسېد

cri     (GMT+08:00) 2015-11-09 09:24:53

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې:د نومبر په ٨مه نېټه په شينجيانګ کې د ورېښمو لارې د کلتوري نوښت په اړه درېيم نندارتون پای ته ورسېد. په دغه ٤ ورځني نندارتون کې سوداګريز ارزښت ٣٠ مليونو يوانو ته رسېدلی او نژدې ١٥٠ زره تنه راجلب شوي دي.

د دغه نندارتون اصلي موضوع د ورېښمو لارې مرکز او د شينجيانګ نوښت وه.د شن جن،شانګهای،جيانګ سو،تبت،تايوان،هانګ کانګ او شينجيانګ څه د پاسه ٢٠٠ تصديو په نندارتون کې ګډون درلود چې په عمده توګه يې د کولتوري چارو مرکزونه،صنعتي توليدات او نامادي کولتوري ميراثونه نندارې ته وړاندې کړل.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای