CRI Online

ترکي ژورناليستانو د شيجيانګ له موزيم څخه ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2015-11-09 16:06:07


ترکي ژورناليستان د شينجيانګ په موزيم کې د مرکې پر مهال 

د چين د تبليغاتو وزارت، په ترکيه کې د چين سفارت، د چين نړيوالې راډيو او د شينجيانګ د تبليغاتو څانګې په دې وروستيو ورځو کې په ګډه سره په شينجيانګ کې يوسيلانيز فعاليت تر سره کړ. د روانې مياشتې په اتمه نېټه د ترکيې د ازادۍ ورځپاڼې، د رڼا ورځپاڼې او ان ټي وي تلويزيون په شمول د ترکيې د يو شمېر خبري رسنيو ٩ ژورناليستان د فعاليت کوربه خوا په بلنه شيجيانګ ته راغلل.

نوموړو ترکي ژورناليستانو د دغه فعاليت په ترڅ کې لومړی د شيجينګ له موزيم څخه ليدنه وکړه. په دغه موزيم کې د تاريخ، قومونو، انقلابونو په اړه ٤٠٠٠٠ اثار او نمونې ساتل کيږي،او په دغو اثارو کې د هغې ښځې موميايي کالبوت چې څلور زره کلن تاريخ لري، د ترکي ژورناليستانو د ډېرې توجه وړ وګرځيد.


په لرغونې زمانه کې د شينجيانګ سېکې د ژورناليستانو د توجه وړ وګرځيدې


د هغې ښځې موميايي کالبوت چې څلور زره کلن تاريخ لري، د ترکي ژورناليستانو د ډېرې توجه وړ وګرځيد


يو ترکي ژورناليست د اويغور قوم د دوديزې موسيقۍ له الاتو څخه ليدنه کوي

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای