CRI Online

ترکي ژورناليستانو د شينجيانګ د قومي موسيقۍ له پلاوي څخه ليدنه کتنه وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2015-11-10 14:51:25

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، شينجيانګ په تاريخ کې لويديځه سيمه ګڼل کېږي. لرغونی شينجيانګ د ورېښمو لارې يوه ډېره مهمه برخه وه، نو ځکه د ختيځ او لويديځ ترمنځ د کلتور تګ راتګ او راغونډېدو ځای هم ګرځېدلی دی. موسيقي چې د کلتور د څرګندولو يو ډول بنسټيز شکل دی، د شينجيانګ کلتور يوه مهمه تشکيلاتي برخه هم ده.

د شينجيانګ په مرکز اوروموچي کې د قومي موسيقۍ يو شمېر ساتونکي يعنی د شينجيانګ د قومي موسيقۍ پلاوی موجود دی.

د شينجيانګ د قومي موسيقۍ پلاوی په ۲۰۰۹ کال کې جوړ شوی چې اصلي موخه يې په شينجيانګ کې د بېلا بېلو قومونو موسيقي په ميراث راوړنه وه. تر اوسه پورې دغه پلاوي لس ګونه هنري نندارې نندارچيانو ته وړاندې کړي چې زياتې ستاينې يې لاسته راوړي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای