CRI Online

د ترکيې د بېلا بېلو ټولنو شخصيتونو د شينجيانګ د جوړېدو د ٦٠مې کاليزې د لاسته راوړنو نندارتون وکتل

cri     (GMT+08:00) 2015-11-13 10:49:18

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې:د ترکيې د بېلا بېلو ټولنو ٧ تنو شخصيتونو د نومبر په ١٢مه نېټه په شينجيانګ کې د شينجيانګ د اويغوري خودمختارې سيمې د جوړېدو د ٦٠ مې کاليزې د لاسته راوړنو نندارتون وکتل.

په دغه نندارتون کې ٢٠٣٣ انځورونه او ٣٠٠ شيان نندارې ته وړاندې کېږي چې خلک په واقعي توګه د چين د کمونېست ګوند په مشرۍ د شينجيانګ د اويغوري خودمختارې سيمې د جوړېدو له ٦٠مې کاليزې راهيسې د شينجيانګ بدلونونه احساسول شي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای