د سين هوا اژانس د خبر له مخې:د پاکستان خبري رسنيو د نومبر په ١٧مه نېټه خبر ورکړ چې په همدې ورځ په بلوچيستان ايالت کې يو اورګاډی له پټلۍ څخه د وتلو له امله لږ تر لږه ١٣ تنه مړه شوي او لسګونه تنه نور ټپيان شوي دي.
اوس ټپيان شاوخوا روغتونونو ته لېږدول شوي او ٢٦ تنه سخت ټپيان د کويټې روغتون ته لېږدول شوي.
د پاکستان ولسمشر او صدراعظم په مړه شويو کسانو خواخوږي او همدردي څرګنده کړه او روغتونونو ته يې په ښه توګه د ټپيانو د درملنې حکم ورکړ.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |