CRI Online

شينجيانګ په تيرو پنځو کلونو کې د يو زر او څلور سوه مليارډو يوانو په ارزښت پانګونه راجلب کړې ده

cri     (GMT+08:00) 2015-11-19 10:32:06

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، شينجيانګ په تيرو پنځو کلونو کې د يو زر او څلور سوه مليارډو يوانو په ارزښت پانګونه راجلب کړې. له نورو سيمو څخه پانګونې راجلبول د شينجيانګ د اقتصادي پرمختګ په عمده قوت بدل شوی.

د شينجيانګ اقتصاد ورځپاڼې د نومبر په ١٨مه نېټه خبر ورکړ چې له ٢٠١١م کال څخه د ٢٠١٥م کال تر جون مياشتې پورې، شينجيانګ د يو زر څلور سوه او دېرش مليارډو يوانو په ارزښت پانګونې راجلبې کړې چې د پروسږ کال په پرتله ٣٥ سلنه زياتې شوې.

په تيرو پنځو کلونو کې، په شينجيانګ کې د نساجۍ او جامې جوړولو او د تجهيزاتو او کرنيزو توليداتو د چمتو کولو مسلک په چټک او ګړندی ډول پرمختګ کړی. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای