CRI Online

صنعتي او تجارتي ټولنه د شي جين پينګ وينا لوړه ستاينه کوي چې د چين د لوي هيواد سبک څرګند شوی دی

cri     (GMT+08:00) 2015-11-19 15:18:27
صنعتي او تجارتي ټولنه د شي جين پينګ وينا لوړه ستاينه کوي چې د چين د لوي هيواد سبک څرګند شوی دی

د سي ار ای راډيو دخبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د روانې مياشتې په ١٨ نېټه د فليپين په پايتخت مانيلا کې د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان د صنعتي او تجارتي مشرانو په سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړ او يوه وينا يی هم وکړه. شي جين پينګ د دې په مقابل کې چې نړيوال اقتصاد مخ پر کمزور کيدو دی، د چين نظريات او پلان وړاندی کړی دی. برخه والو وويل چې د شي جين پينګ وينا د سيمه ييزې همکارۍ مثبت معلومات څرګند کړي او د چين د لوي هيواد مسؤليت هم ښودلی دی.

په دې حال کې چې د نړېوال اقتصاد پرمختګ د اټکل په پرتله کمزور دی او اقتصادي بيا سمسورتيا له ډيرو ناارامو عناصرو سره مخامخ دی، شي جين پينګ په مانيلا کې د ايپيک سازمان د صنعتي او تجارتي مشرانو په سرمشريزه غونډه کې د نړېوال اقتصاد د هڅولو او سيمه ييزې اقتصادي همکارۍ د پياوړتيا په اړه د چين وړانديز وړاندی کړ. شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې د اسيا او ارام سمندر سيمې بيلابيل اقتصادي ګروپونه بايد خپل مسؤليت پرغاړه واخلي، په غم او ښادۍ کې دې ګډون وکړي، اصلاحات او نوښت دې پرمخ بوزي، ورخلاص اقتصاد دې جوړ کړي، انکشافي اجندا مراعت وکړي او تګ راتګ پياوړی کړي. د استراليا د سمندري سره شرکت اجرايوي رئيس ميک ويکيس په دې اړه وويل :

(اواز)

د ده په وينا کې دا پر ما ژوره خاطره کړې چې بايد د نړيوال چاپيريال اداره پياوړی شي او بايد پر له پسی پرمختګ ژمن شي. دا د راتلونکي او نړۍ لپاره البته د چين لپاره مهم دی.

نړۍ د چين اقتصاد ته ډيره پاملرنه کوي نو رئيس شي په خپله وينا کې څلور نه بدلونونه ياد کړي او په تيره بيا يی د ١٣ م پنځه کلن انکشافي پلان په موده کې د چين نطريات او تدبيرونه معرفي کړي دي. رئيس شي وويل چې په دی حال کې چې نړيوال اقتصاد مخ پر کمزور کيدو دی او د چين اقتصادي شکل بدليږي، د روان کال په لومړي دريو ربعو کې د چين د اقتصادي پرمختګ توازن 6.9 سلنه و او د نړۍ اقتصادي پرمختګ لپاره يی ٣٠ سلنه خدمت وقف کړی دی. دغه نتيجه د ١٠٠٠٠بليارډه امريکايي ډالرو پر بنسټ د نوښت او شکل د بدلون په حال کې ترلاسه شوې ده چې يوه اسانه نتيجه نه وه. ميک هم وويل:

(اواز)

زما په اند پرله پسي پرمختګ مهم دی خو اقتصادي سرعت په اړه ډيره چټکتيا هم ښه نه ده. ثابت پرمختګ نه يوازی د چين بلکې د نړۍ په ګټه دی.

رئيس شي جين پينګ په خپله وينا کې د وريښمو صندوق ، د اسيا د پانګونې بانک په اړه پروسه هم معرفي کړې ده. شي جين پينګ وويل چې چين له څه دپاسه ٥٠ هيوادونو سره يو ځای ياد بانک جوړ کړی او اټکل کيږي چې د روان کال له پايه مخکې په کار کې ولويږي چې د يو لړ لويو پروژو لپاره پولي ملاتړ برابر کړي. په دې اړه د فليپين د لومړيتوب د پولي خدمتي شرکت برخه وال ستيفين شيو وويل:

(اواز)

هغه په خپله وينا کې د اسيا د پانګونې بانک ياد کړی چې ډير تشويقوونکی دی. ځکه چې په دی سيمه کې د بنسټيزو تاسيساتو پانګونې ته ډير ضرورت شته. زما په اند د فليپين په ګډون ځايي هيوادونه د اصلي تاسيساتو ابادۍ ته ډير ضروري دي خو اوسني عمومي پانګونې موجودې اړتياوې نه شی پوره کولی نو دغه بانک ګټوردی. دغه تدبيرونه به له موږ سره مهمه مرسته وکړي.

شي جين پينګ په همدې ورځ پر دی ټينګار هم وکړ چې چين ورخلاصه سمه ييزم غواړي او د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو په وسيله نورهم پراخه لوړه او ژوره سيمه ييزه همکاري وکړي چې ورخلاص احاطه کوونکی برابر او د ګډو ګټو سيمه ييز همکاريز چوکاټ اباد کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای