CRI Online

سږ کال د شيجيانګ د انټرنيټي دوکانو د معاملو عمومي ارزښت ډېر زيات دی

cri     (GMT+08:00) 2015-11-20 15:09:33

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د شينجيانګ پوهنتون او د علی بابا شرکت اکاډمۍ څو ورځې مخکې د ٢٠١٥م کال د شينجيانګ د انټرنيټي دوکانونو د پرمختګ پلټنيز راپور خپور کړ چې د دې راپور سره سم سږ کال د شينجيانګ د انټرنيټي دوکانونو د معاملو عمومي ارزښت ډېر زيات دی.

د شينجيانګ پوهنتون استاذ چن بينګ وويل، د ٢٠١٥م کال تر جون پورې، د تاوباو او تيان ماو په انټرنيټي صفحو کې د شينجيانګ د انټرنيټي دوکانونو شمېر څلوېښتو زرو ته رسېدلی دی چې د پروسږ کال د همدې مودې په پرتله ٦٢سلنه زيات شوی. د سږ کال په لومړې نيمايي کې د دغو دوکانو د معاملو عمومي ارزښت دوه مليارډه او څلور سوه او لس مليونو يوانو ته رسيدلې چې د پروسږ کال د همدې مودې په نسبت ٦٨.٨ سلنه زيات شوی. دغه دوکانونه د شينجيانګ د ځانګړتيا لرونکيو توليداتو د پلورلو او د شينجيانګ د کولتور د خپرېدو لپاره نه بدليدونکی رول لوبوي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای