CRI Online

په امريکا کې سوريي پناه وړونکي : موږ ترهګر نه يو

cri     (GMT+08:00) 2015-11-20 15:26:06
په امريکا کې سوريي پناه وړونکي : موږ ترهګر نه يو

په پاريس کې له تروريستي بريد وروسته په امريکا کې د سوريي پناه وړونکو د منلو مسئلې ځان ته ډيرې پاملرنې راجلب کړې دي. د امريکا د استازيو جرګې د روانې مياشتې په ١٩نېټه يوه لايحه منظور کړه چې له مخې به يی د سوريي او عراقي پناه وړونکو منل محدود شي. زموږ خبريال په همدې ورځ د امريکا د نيوزرشي په ايالت کې د سوريي پناه وړونکو يو کمپ ته تللی او هلته يی مرکه وکړه.

د امريکا د نيوزرشي ايالت زرشي ښار نيويارک ښار ته ورڅيرمه کوم چې يو سوده او ارام ښار دی. مګر دلته په امريکا کې د سوريي پناه وړونکو د منلو يو عمده مرکز دی. د سوريې پناه وړونکی حسن الروستوم له خپلې ميرمنې او دوو ماشومانو سره نيم کال مخکی امريکا ته راغلی دي چې پخوا په سوريه کې د يوه سيوپرمارکټ خاوند و. هغه اوس د زرشي ښار په يوه نان وايې کې کار کوي.

(اواز)

دلته له رسيدو وروسته زما ژوند ښه شوی دی. ماشومان مې په مکتب کې داخل شوي او يو کار می ترلاسه کړی دی. زما کار ډير مهم دی ځکه چې کله چې کوم ماشوم ناروغ شي پيسو ته ضرورت لرم.

زرشي ښار په امريکا کې د څو قومونو يو ښار دی کوم چې د امريکا لپاره يو عمده لامل دی چې دلته ډير پناه وړونکي ځای پر ځای کيږي. د امريکا حکومت د معلوماتو له مخې له ٢٠١٢ کال راهيسي څه دپاسه ١٨٠٠ تنه سوريي پناه وړونکي منل شوي او د اوباما حکومت ژمنه کړې چې د راتلونکي کال له سپتمبر مخکې نور ١٠ زره سوريي پناه وړونکي بيا ومني.

امريکا ته راغلي پناه وړونکي اروپا ته د ورغلو پناه وړونکو په پرتله له بيل حالت سره مخامخ دي ځکه چې له دوي به اوږدمهاله څيړنې وشي. لومړی دغه پناه وړونکي په نورو هيوادونو کې د م م د پناه وړونکو رياست له خوا جوړ شويو کمپونو ته ولاړ شي. هلته به دغه رياست پريکړه وکړي چې کوم کوم پناه وړونکي امريکا ته وليږي. امريکا به سمدلاسه د ټولو پناوړونکو په اړه څيړنې وکړي چې دغه پروسه به يو نيم کال يا دوه کاله وخت ونيسي. په زرشي ښار کې د پناه وړونکو مرکز مشر محمود وويل :

(اواز)

دلته د پناه وړونکو له رسيدو نه مخکې د مرکزي حکومت په کچه پنځه استخباراتي ارګانونه ټول نوم اندان وڅيړي کوم چې د متحدو ايالتو د څيړنې رياست ، د ترهګرو د کشفولو مرکز، ملی دفاع وزارت ، د خاورو د امنيت وزارت او د ملي امنيت رياست .

په پاريس کې له ترورستي بريد وروسته د پلټنې له مخې ځيني ترهګر له پناه وړونکو سره يو ځای اروپا ته داخل شوي وو نو اروپا او امريکا د منځني ختيځ د پناه وړونکو د منلو په اړه بحثونه تاوده کړي دي. د امريکا څه دپاسه ٣٠ ايالتونو مشرانو اعلان وکړ چې سوريي پناه وړونکي ونه مني چې د نيوزرشي ايالت هم له دې جملې څخه دی.

د نوموړي مرکز مشر محمود وويل چې د پناه وړونکو منلو کار د مرکزي حکومت له خوا ترتيب کيږي نو اوسنی کارونه له کومې اغېزې سره مخامخ نه دي.

د سوريي پناه وړونکي حسن او د ده کورنيو لپاره ارامتيا خپله موخه ده ځکه چې هغه غواړي د خپل ٧ کلن زوی د زهني ناروغۍ درملنه وکړي .

(اواز)

زه يوازی وايم سوريي پناه وړونکي ترهګر نه دي او دوي له تروريزم سره هيڅ تړاو نه لري. موږ يوازی ارام او ښه ژوند غواړو او د خپلو ماشومانو لپاره يوه روښانه اينده راوړو.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای