CRI Online

د قزاقستان ولسمشر نورسلطان نظربايف د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره ولېد

cri     (GMT+08:00) 2015-11-21 16:27:45

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د قزاقستان ولسمشر نورسلطان نظربايف د نومبر په ٢٠مه نېټه په استانا کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره لېدنه وکړه. دواړو ولسمشرانو د قزاقستان او افغانستان تر منځ د اړيکو د ټينګښت، په بېلا بېلو هېوادونو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ او د ګډو علاقې وړ نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په هکله د نظريو تبادله وکړه.

نظربايف وويل قزاقستان تل د افغانستان د سولې او ثبات ملاتړ کوي او له دې امله يې خوشحاله څرګنده کړه چې په دې وروستيو کلونو کې د افغانستان په وضعه کې د حالاتو ښه والی او ثابتوالی رامنځته شوی دی. هغه هېله لري چې قزاقستان ته د افغانستان د ولسمشر اشرف غني لومړی سفر به د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو هڅونه وکړي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني وويل د قزاقستان د خپلواکۍ راهيسی په دغه هېواد کې زيات برياليتوبونه تر لاسه شوي دي. د قزاقستان پرمختګ د دې سيمې د هېوادونو لپاره ښې بيلګې جوړې کړې او د دغه هېواد د پرمختګ تجربې د زده کړې وړ دی.

په همدې ورځ د دواړو هېوادونو مشرانو په اتفاق سره څرګنده کړه چې اوس د دواړو هېوادونو تر منځ د ٤٠٠ مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت سوداګريز ارزښت کافی نه دی او په راتلونکې کې به په اقتصادی او سوداګريزو چارو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ هڅونه وکړي. دواړو ولسمشرانو دې ته اشاره وکړه چې دواړه هېوادونه دې د ترهګرۍ ضد مبارزو، په ناقانونه توګه د نشه يي موادونو د قاچاق د مخه نيوي او د سيمه ييز امنيت د ساتلو په ساحو کې سره همکارۍ پياوړې کړي.

دواړو خواوو په همدې ورځ د ملکي چارو د ساتنې، دفاع او له بيړنيو موضوعاتو سره د مقابلې په ساحو کې د قزاقستان او افغانستان د حکومتونو ترمنځ د همکارۍ تړون او په کولتوري ساحه کې د دواړو هېوادونو د حکومتونو تر منځ د همکارۍ تړون لاسليک کړل.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای