CRI Online

لي که چيانګ د ختيځې اسيا په سرمشريزه غونډه کې د جنوبي سمندر د مسئلې په اړه پنځه فقره ييز وړانديز وکړ

cri     (GMT+08:00) 2015-11-23 14:58:39

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د نومبر په ٢٢ مه نېټه د ماليزيا په پلازمينه کولالمپور کې د ختيځې اسيا په لسمه سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړ . د چين د بهرنيو چارو مرستيال وزير ليو جن مين په همدې ورځ په يوه مطبوعاتي غونډه کې پدې هکله اړوند معلومات ورکړل ، ده وويل:

(( په روانه غونډه کې صدراعظم لي که چيانګ د ختيځې اسيا د سرمشريزې غونډې د راتلونکي همکارۍ په اړه يولړ نظرونه او وړانديزونه وکړل. لومړی، د سيمه ييز اقتصادي يووالي بهير دې چټک شي، ترڅو ختيځه اسيا د نړيوال اقتصاد د ثابت پرمختګ لپاره خدمت ترسره کړي. دويم، پر سياسي امنيت دې خبرې اترې ترسره شي، ترڅو سيمه ييز امنيتي چوکاټ جوړ شي. درېيم، د اسيا د بېلابېلو تمدنونو ترمنځ دې خبرې اترې او د نظريو تبادلې پياوړې شي، ترڅو مختلف تمدنونه په همغږۍ سره ګډ وساتل شي. ))

ښاغلي ليو وويل، سږکال د ختيځې اسيا د سرمشريزې غونډې د جوړېدو لسمه کاليزه ده، په روانه غونډه کې د ختيځې اسيا سرمشريزې غونډې د جوړېدو د لسمې کاليزې د يادولو په موخه د کولالمپور اعلاميه خپره شوه. چين د دغو غونډو د لاسته راوړنو لپاره مهم خدمتونه ترسره کړي دي. په دې غونډه کې پريکړه وشوه چې د فينوم پين اعلاميې د هغه عملي پلان د تطبيق موده دې تر ٢٠١٧ کال پورې وغځيږي، کوم چې د چين لخوا وړاندې شوی و. دغه راز په غونډه کې پر دې هم ټينګار وشو چې د چاپيريال ساتنې، اقتصاد، پوهنې، د طبيعي پېښو پر وړاندې مبارزې ، عامې روغتيا او د اسيان اړيکو په شپږو برخو کې دې همکارۍ پياوړې شي.

(( د چين د وړانديز له مخې په روانه سرمشريزه غونډه کې د دوام لروونکي پرمختګ او پولي ثبات پر موضوعاتو بحثونه وشول، د ډېرو هېوادونو مشران د ختيځې اسيا اقتصادي او پولي ثبات ته ډېر په درنه سترګه ګوري او غواړي چې په ګډه سره د ختيځې اسيا اقتصادي زياتوالی وساتي او اقتصادي يووالی چټک کړي.))

همدارنګه ليو جن مين زياته کړه، چې په دغه غونډه کې د ختيځې اسيا سرمشريزې غونډې د ١٨ غړيو هېوادونو د سمندري اقتصاد د دوام لروونکي پرمختګ ، د سمندري چاپيريال او امنيت د پياوړتيا په موخه د سيمه ييزې سمندري همکارۍ د پياوړتيا اعلاميه هم خپره شوه، په کومه کې چې اندونيزيا، چين، امريکا، استراليا او نيوزيلنډ پکې برخه اخيستې وه. صدراعظم لي که چيانګ د چين او اسيان د مشرانو په غونډه او د ختيځې اسيا سرمشريزه غونډه کې د جنوبي سمندر د مسئلې په اړه د چين دريځ او ادعا څرګنده کړه. ليو جن مين پدې اړه وويل:

((صدراعظم لي که چيانګ له اړوندو هېوادونو څخه غوښتنه کړې چې د خبرو اترو له لارې د جنوبي سمندر مسئله حل کړي او د دغه سمندر سوله او ثبات دې د چين او اسيان هېوادونو لخواپه ګډه سره وساتل شي.))

د ښاغلي ليو په خبره صدراعظم لي که چيانګ د جنوبي سمندر د ساتلو په اړه پنځه فقره ييز وړانديز هم وکړ او پر دې يې هم ټينګار وکړ، چې چين تل په جنوبي سمندر کې د بيړيو او الوتکو د ترانسپورټ د ازادۍ ټينګ ساتونکی دی، بېلابېل هېوادونه دې د بيړيو او الوتکو د ترانسپورټي حق د تطبيق په ترڅ کې د سمندر پر غاړه د پراتو هېوادونو د حاکميت او امتيت درناوی وکړي.

ليو جن مين د جنوبي سمندر په ټاپوګانو کې د چين د روانو پروژو په اړه د خبريالانو پوښتنو ته هم ځوابونه ورکړل او ويې ويل، چې چين په خپلو ټاپوګانو کې پدې موخه پروژې ترسره کوي چې په ټاپوګانو کې د اوسيدونکو د ژوند او کار لپاره ښه شرايط برابر کړي، په ښه توګه خپلې نړيوالې دندې ترسره کړي او د سيمې نورو هېوادونو ته هم لاښه عامه خدمتونه برابر کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای