CRI Online

په تيرو پنځو کلونو کې شينجيانګ د يو زر او شپږ سوو مليارډو يوانو په ارزښت پانګونې راجلب کړي

cri     (GMT+08:00) 2015-11-23 16:22:03

د ٢٠١١م کال له پيل څخه د سږ کال تر سپتمبر پورې، شيجيانګ د يو زر او شپږ سوو مليارډو يوانو په ارزښت پانګونې راجلب کړې. د سږ کال له جنورۍ څخه تر نومبر پورې، په شينجيانګ کې د بهرنيو هېوادونو او سيمو د پانګونو ارزښت درې سوه او درې اتيا مليارډه او نهه سوه او اوه شپېته مليونو يوانو ته رسېدلی. اوس شينجيانګ د پانګې په نوي مرکز بدل شو.

په تېرو پنځو کلونو کې، شينجيانګ د بنسټيزو تاَسيساتو، واټونو، پټليو، هوايي ډګرونو، بندرونو، صنعتي سيمو او مخابراتي تاَسيساتو د جوړولو او د انټرنيټي چارو او پولي خدمتونو د بشپړتيا له لارې د پانګو د راجلبولو توان لوړ کړی. د چينګ داو د جي فا ډلې څو ورځې مخکې د کاشغر په هينقيسې ولسوالۍ کې د دېرشو لکو جامو د چمتو کولو پروژې پيل وکړ. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای