د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د نومبر د درويشتمې نېټې په سهار په کولالمپور کې د چين او ماليزيا ترمنځ په يوه لوړپوړي اقتصادي فورم کې ګډون وکړ او يوه وينا يې هم پکې وکړه.
لي که چيانګ وويل، اوس چين او ماليزيا د اقتصادي جوړښت د بدلون په حساسه موده کې دي. چين غواړي په بېلا بېلو ساحو کې له ماليزيا سره همکارۍ پياوړې کړي او د چين او اسيان تر منځ دوستانه اړيکې ټينګې کړي. چين د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ په اړه د ديارلسم پنځه کلن پلان په ټاکلو بوخت دی او ماليزيا به د يوولسم پنځه کلن پلان ته ننوځي. چين به په دوامداره توګه د ورخلاصون تګلارې پلې کړي.
د ماليزيا د صدراعظم استازي احمد ذاهد حامدي وويل، په دې حال کې چې نړيوال اقتصاد د کمزورتيا له ګواښ سره مخ دی، د ماليزيا او چين تر منځ سوداګريزې اړيکې په پر له پسې توګه پياوړې شوی او پولي همکارۍ يې هم د نږديوالي په حال کې دي. ماليزيا غواړي د چين او ماليزيا وګړيو ته د لا زياتو ګټو د رسولو لپاره له چين سره په ګډه کوښښونه وکړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |