د چين د خلکو ويبپاڼې د خبر له مخې، د پاکستان خبري رسنيو د نومبر په دوه ويشتمه نېټه خبر ورکړ چې پوليسو د دې هېواد د شمال لوېديځې سيمې په ځينو ښارونو کې د يو لړ پلټنو په ترڅ کې ١٩٣ شکمن مجرمين ونيول. په دغو کسانو کې ځيني افغانان هم شامل دي چې د استوګنې قانوني اسناد نه لري. پوليسو په عين وخت کې ګڼ شمېر وسلې هم نيولې دي.
پاکستاني پوليسو وويل، د پاکستان په شمال لوېديځ کې امنيتي حالت د انديښنې وړ دی. دوی غواړي د پلټنو له لارې ځايي وضعيت ښه کړي.
د يو بل خبر له مخې، د نومبر په دوه ويشتمه نېټه د پاکستان د جنوبي وزيرستان په قبايلي سيمه کې د واټ پر غاړه بمي چاودنه وشوه چې له امله يې درې تنه وژل شوي دي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |