CRI Online

امريکا امريکايانو ته خبردارې ورکړی

cri     (GMT+08:00) 2015-11-24 11:14:03

د سين هوا اژانس د خبر له مخې:د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د نومبر په ٢٣مه نېټه په ګردې نړۍ کې امريکايانو ته خبرداری ورکړ چې د ٢٠١٦ کال د فبرورۍ له ٢٤مې نېټې مخکې دې د سيلانۍ په بهير کې ترهګريزو بريدونو ته پاملرنه وکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په همدې ورځ د دې وزارت په ويبپاڼه کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې له استخباراتي معلوماتو سره سم د داعش په ګډون ترهګريزو ډلو په پر له پسې توګه د نړۍ په څو سيمو کې ترهګريز بريدونه تر سره کړي دي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای