CRI Online

ماليزيا : هيله ده چې د چين د صدراعظم لي که چيانګ ليدنه د چين او ماليزيا ترمنځ دوه اړخيزې همکارۍ پياوړې کړي

cri     (GMT+08:00) 2015-11-24 14:09:41

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د نومبر په ٢٠ مه نېټه د ختيځې اسيا د همکارۍ په اړه د مشرانو په يو لړ غونډو کې د ګډون لپاره د ماليزيا پلازمينې کولالمپور ته ولاړ او په ٢٢ مه او ٢٣ مه نېټه يې له دغه هېواد څخه رسمي ليدنه وکړه. دا د چين د صدراعظم په توګه له ټاکل کېدو وروسته له ماليزيا څخه د لي که چيانګ لومړۍ ليدنه وه او دغه ليدنه د ماليزيا د بېلابېلو ټولنو لخوا ډېره د پاملرنې وړ وګرځيده.

ماليزيا د اسيان لومړی هېواد دی چې له چين سره يې سياسي اړيکې ټينګې کړي او په اسيان کې د چين لومړی لوی سوداګريز ملګری هم دی، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګريز ارزښت له سل مليارډوامريکايي ډالرو څخه اوښتی او دغه شمېر د چين او اسيان ترمنځ په عمومي سوداګريز ارزښت کې ٢٠٪ برخه نيولې ده. دغه راز چين په نړۍ کې د ماليزيا لومړی لوی سوداګريز ملګری هم دی، نو ماليزيا ته د صدراعظم لي که چيانګ لومړی سفر د ماليزيا د بېلابېلو ټولنو لخوا ډېر د توجه وړ وګرځيد.

د ماليزيا او چين ترمنځ د دوستۍ ټولنې مشر عبدالمجيد احمد خان وايي، چې په تېرو وروستيو کلونو کې چين د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ د پياوړتيا، د چين او اسيان ترمنځ د ازادۍ سوداګريزې سيمې د اصلاحاتو او د چين او اسيان د برخليکونو ګډې ټولنې د جوړولو په شمول يو شمېر وړانديزونه وکړل او دغو وړانديزونو د ماليزيا په شمول د اسيان هېوادونو ته نوي پرمختيايي فرصتونه رسولي چې له امله يې د اسيان هېوادونو د چين له پرمختګ څخه ګټې اخيستې دي. مجيد وويل:

((ماليزيا په څوارلسمې او پنځه لسمې پيړيو کې د ورېښمو په سمندري لاره يو مهم ځای و . د چين او ماليزيا ترمنځ سوداګري ډېره پخوا پيل شوې او اوس دغه سوداګری له زياتو فرصتونو سره مخامخ ده. اوسمهال پرته له هوايي لارو څخه د چين د کون مينګ ښار او ماليزيا ترمنځ د اورګاډۍ پروژه د عملي کېدو په حال کې ده ، دغه راز چين له ماليزيا سره مرسته کوي چې د بندرونو د جوړولو لپاره دوه اړخيزه سوداګرۍ پياوړې کړي. دا ټول د " يوه کمربند او يوې لارې"وړانديز مهمې برخې دي. ماليزيا دې دغه وړانديز په ښه توګه وکاروي ترڅو ترې ګټې واخلي.))

ښاغلي مجيد د چين د سوله ييز پرمختګ ستراتيژي هم لوړه وستايله. هغه وويل، د چين پرمختګ د سيمې هېوادونو ته ګواښونه نه ، بلکې د سيمه ييزې سولې، ثبات او پرمختګ د ساتلو لپاره يې مهم رول لوبولی دی.

د لي که چيانګ دغه سفر د ماليزيا د بېلابېلو ټولنو په تېره بيا د سوداګرو لخوا يې ډېر تود هرکلی وشو. د چين او ماليزيا ترمنځ د سوداګريزې ټولنې مشر لو وي کنګ وايي، که څه هم د چين او ماليزيا ترمنځ سوداګريز ارزښت له سل مليارډو ډالرو څخه زيات شوی او له اوږدې مودې راهيسې د اسيان تر نورو غړو هېوادونو مخکې دی ، خو په اړوندو زياتو برخوکې يې پرمختيايي فرصتونه هم شته، د بېلګې په توګه د ماليزيا مېوې. د چين بازار د تودې سيمې مېوو ته ډېره اړتيا لري ، په چين کې د تايلنډ او ويتنام مېوې ډېرې ښې پلورل کيږي، خو ماليزيا په دې برخه کې وروسته پاتې ده. په ٢٠١٣ کال کې د چين او ماليزيا مشرانو موخه وټاکله چې تر ٢٠١٧ کال پورې دې سوداګريز ارزښت ١٦٠ مليارډو امريکايي ډالرو ته ورسيږي. د دغې موخې ترسره کول لږڅخه ستونزمن دي، دواړه خواوې دې نوې لاره پيدا کړي. ښاغلي لو وي کنګ وويل:

(( د ربړ،د خرما ونو تېل او طبيعي ګاز په شمول زياتو تجارتي توکو ته دې زياته پاملنه وشي او د دغو توکو د سوداګريزې معاملې له لارې دې دوه اړخيز سوداګريز ارزښت لوړ شي. دغه راز اوسپنه، فولاد او موټر هم د پاملرنې وړ دي. هيله لرم چې د ماليزيا موټر ، د مثال په توګه ساګا(saga) چين ته صادر شي. ټولو ته معلومه ده چې چين د موټرونو لومړی لوی مصرفي هېواد دی، که دغه توکي چين ته صادر شي، نو نوموړې موخه ترسره کيدای شي.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای