CRI Online

شي جين پينګ له فلسطينيانو د ملاتړ د نړيوالې ورځې د يادونې غونډې ته د مبارکۍ پيغام وليږه

cri     (GMT+08:00) 2015-11-24 14:18:10

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، م م د نومبر په درويشتمه نېټه له فلسطينيانو د ملاتړ د نړيوالې ورځې د يادونې غونډه جوړه کړه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ دغې غونډې ته د مبارکۍ پيغام وليږه.

رئيس شي د مبارکۍ په پيغام کې وويل، په نږدې وخت کې په پوره او عادلانه توګه د فلسطين مسئله حلول د فلسطين په شمول د دې سيمې د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو له ګټو سره سمون خوري او د نړۍ د سولې او ثبات د پرمخبيولو لپاره ګټوره ده. د فلسطين د مسئلې حل و فصل بايد پر سياسي لارو چارو ټينګار وشي. چين هيله لري چې اړوندې خواوې د دې سيمې د خلکو د دايمي او بنسټيزو ګټو له لحاظه خبرې اترې بيا پيل کړي او په نږدې وخت کې دې په خبرو اترو کې اغېزمن برياليتوب تر لاسه کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای