CRI Online

د کډوالو د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا د اروپايي ټولنې د هېوادونو بيړنی کار دی

cri     (GMT+08:00) 2015-11-24 14:53:59

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د اروپايي هېوادونو د روغتيايي ارګانونو مامورينو او لوړپوړو مامورينو د نومبر په درويشتمه نېټه په روم کې يوه جګپوړې غونډه پيل کړه. ګډون کوونکي به په دې دوه ورځنۍ غونډه کې پر دې بحث وکړي چې ګڼ شمېر کډوال اروپا ته ننوتلي، څنګه دغو کډوالو ته روغتيايي خدمتونه برابر شي.

د روغتيا نړيوال سازمان دې ته اشاره وکړه چې سږ کال نږدې دوه مليونه کډوال د ځان ساتلو لپاره ترکيې ته ننوتلي او څه دپاسه اوه لکه کسان نورو اروپايي هېوادونو ته ننوتلي، په دې جمله کې نږدې پنځه سلنه برخه بيړنۍ طبي مرستې ته اړتيا لري. په عين وخت کې د ګڼ شمېر انسانانو مهاجرت، د اوبو سرچينو کمښت او د کورونو او روغتيايي تاسيساتو کموالی د کډوالو پر شيري ناروغۍ د اخته کېدو ګواښ هم لوړ شوی دی. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای