د سينهوا اژانس د خبر له مخې تر هغه وروسته چې په پاريس کې د داعش ډلې له خوا د تر سره شويو يو لړ ترهګريزو بريدونو له امله ملکيانو ته مرګ ژوبله واوښته ،د فرانسې، بلژيک او اروپايي ټولنې په شمول ځينو اروپايي هېوادونو او نړيوالو سازمانونو په دوامداره توګه د ترهګرۍ ضد تدبيرونه پياوړې کړی او په عين وخت کې د امريکا دولتي شورا امريکايانو ته د سفر کولو خبرداري ور کړې چې نورو هېوادونو ته د سفر په ترڅ کې د ځان خونديتوب ته پام وکړي.
د فرانسې د دفاع وزارت د روانې مياشتې په ٢٣مه نېټه اعلان وکړ چې د فرانسې جنګي الوتکې په همدې ورځ په سوريه کې د داعش ډلې پر ځينو موخو بمباري وکړه چې له امله يې د قوماندانۍ د يوه مرکز په شمول د يادې تندلارۍ ډلې ځينې اډې ويجاړې شوې دي. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |