د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياند هونګ لی د روانې مياشتې په ٢٤مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل چې چين د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو د يو ځای کېدو او د ګډې ډلې له جوړېدو څخه ټينګ ملاتړ کوي.
په ياده ناسته کې د خبريالانو پوښتنه دا وه چې د جنوب ختيځې اسيا د ټولنې د غړو هېوادونو مشرانو په دې وروستيو ورځو کې د ٢٠١٥ کال لپاره د دې ټولنې د ګډې ډلې د جوړېدو په هکله د کولالمپور اعلاميه خپره کړه چې له مخې به يې دغه ډله د روان کال په پای کې په رسمي توګه جوړه شي. په دې هکله چين څه نظر لري؟
هونګ لی وويل چې چين د دې ډلې د جوړېدو هر کلی کوي او د يادې ټولنې د يو ځای کېدو او د دې ډلې د جوړېدو څخه ملاتړکوي. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |