د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روسيې يوه جنګي الوتکه د روانې مياشتې په ٢٤مه نېټه ترکيې ته نژدې په سوري سرحدي سيمه کې ولويدله. د ترکيې د وسله والو ځواکونو د درستيزانو عمومي څانګې د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې ترکي پوځ دغه الوتکه ويشتلې ده.د روسيې لورې وويل چې دغه الوتکه د ځمکني ډزو له امله د سوريې په دننه کې غورځېدلې ده .
د ترکيې يادې څانګې په دې اعلاميه کې وويل چې ترکي پوځ څو څو ځله دغې الوتکې ته خبرداري ور کړې، خو هېڅ ځواب يې تر لاسه نه کړی. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |