CRI Online

د شانګهای همکارۍ سازمان د سرمشريزې غونډې د ترسره کېدو ځای —— د جنګ دونګ نوې عصري سيمه

cri     (GMT+08:00) 2015-12-12 18:55:25

د شانګهای همکارۍ سازمان سرمشريزه غونډه به د دسمبر له څوارلسمې نېټې څخه تر پنځه لسمې نېټې پورې د چين د هه نان ولايت د جنګ جو ښار په جنګ دونګ نوې سيمه کې ترسره شي.

جنګ دونګ نوې سيمه پخوا جبه زار و او د جوړولو کارونه يې په ٢٠٠٣ کال کې پيل شوي و،د دوولسو کلونو له ابادۍ وروسته دغه سيمه اوس يو عصري ښار شوی چې پراخوالی يې ١٠٥ کيلومترو مربع ته، نفوس يې يو مليون او پنځوس زرو تنو ته رسيږي او د تصديو شمېر پکې له دېرش زرو اوښتی دی، دغه راز د ښارونو د ابادۍ په برخه کې هم ښه نمونه او بېلګه ګرځيدلې ده.

تراوسه پورې په نوموړې سيمه کې د نړۍ د لومړنيو ٥٠٠ پياوړيو تصديو له جملې څخه ٤٩ تصدۍ څانګې او دفترونه لري.


په جنګ دونګ نوې سيمه کې د شيان شي په نوم سوداګريز ميدان


د جنګ دونګ نوې سيمې يوه څنډه


  د جنګ دونګ نوې سيمې يوه څنډه


په شپه کې د جنګ دونګ نوې سيمې ښکلې په زړه پورې منظره

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای