CRI Online

لي که چيانګ د شانګهای د همکارۍ سازمان د صدراعظمانو د څوارلسمې غونډې مشري وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2015-12-15 19:35:21

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د دسمبر په ۱۵مه نېټه سهار د جنګ جو د نړيوالو غونډو په مرکز کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د صدراعظمانو د څوارلسمې غونډې مشري وکړه او له ګډون کوونکو سره يې يو ځای د بهرنيو ګواښونو د ليرې کولو او د ګډ پرمختګ او سمسورتيا د پياوړتيا پر افکارو او لارو چارو بحث وکړ. په دغه غونډه کې د روسيې، قزاقستان، قرغيزستان، تاجکستان، ازبکستان، پاکستان، افغانستان، مغوليستان، هند، ايران او بلاروس په شمول د دغه سازمان د غړيو هېوادونو او کتونکو هېوادونو صدراعظمانو ګډون درلود.

صدراعظم لي که چيانګ وويل، چې دغه سازمان له جوړېدو نه وروسته په څوارلسو کلونو کې تل د مساواتو، متقابل باور، همکارۍ او ګډو ګټو پر بنسټ د غړيو هېوادونو د سمسورتيا او د دې سيمې د ثبات د ساتلو لپاره کوښښ کړی دی او کوي يې. د سږ کال په جولای مياشت کې رئيس شي جين پينګ د اوفا په سرمشريزه غونډه کې ګډون درلود او له نورو مشرانو سره يې يو ځای تر ۲۰۲۵ کاله پورې د دغه سازمان پرمختيايي ستراتيژي تصويب کړه او د دغه سازمان د دايمي پرمختګ لپاره يې پلان طرحه کړی دی.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای