CRI Online

د افغانستان د حکومت اجرايوي مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د چين نړيوالې راډيو له خبريالانو سره مرکه وکړه:

cri     (GMT+08:00) 2015-12-16 15:36:59

د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو د مشرانو څوارلسمه غونډه د دسمبر له ١٤مې نيټې نه تر ١٦مې نيټې پورې د چين د هه نان ولايت په مرکز جنګ جو ښار کې تر سره شي. د افغانستان د حکومت اجرايوي مشر ډاکتر عبدالله عبدالله په دې غونډه کې ګډون درلود.

ډاکتر عبدالله عبدالله په دې غونډه کې د ګډون په وخت کې د چين نړيوالې راډيو د پښتو څانګې له خبريالانو نقيب الله مل او ډيوې سره يوه مرکه وکړه.

ډاکټر عبدالله عبدالله د شانګهای د همکارۍ سازمان په هکله داسی وويل :دا سازمان د شانګهای د سيمه ييزو همکاريو سازمان، اساس او موخه يې پنځلس کاله مخکې هغه وخت چې اساس يې کېښودل شو د امنيتي مسايلو په هکله و او امنيتي مسئله اصلي مسئله وه پکې، وروسته بيا دغه سيمه ييز سازمان انکشاف وکړ، يوازې د امنيتي همکاريو مسئله پکې نه وه، بلکې نورې سيمه ييزې همکاريګانې اقتصادي، تجارت، ترانزيت په ټولو برخو کې همکارۍ پراخې شوې او افغانستان د ناظر په حيث عضويت لري په دغه سازمان کې او اميدوار يو هيله من يو چې انشاء الله پوره عضويت تر لاسه کړو په دغه سازمان کې افغانستان دا تقاضا کړې ده او انشاء الله پر وخت دا کار کيږي.

د مرکې انځورونه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای