د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د برېښنايي شبکې شرکت په اړه د شينجيانګ فرعي څانګې د دسمبر په ٢٧مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، اوس په شينجيانګ کې د نوې انرژۍ په اړه د جنراتورونو ظرفيت له څليرويشتو مليونو کيلوواټو څخه اوښتی چې د جنراتورونو په عمومي ظرفيت کې دېرش سلنه نيسي، دغه راز شينجيانګ په چين کې د باد او لمريزې انرژۍ په وسيله د برېښنا د توليد له لويو سرچينو څخه شمېرل دی.
د مالوماتو له مخې، د روان کال په لومړيو يوولسو مياشتو کې په شينجيانګ کې د باد او لمريزې انرژۍ په وسيله د برېښنا توليدي اندازه اتلس مليارډو دری سوو مليونو کيلوواټو ته رسېدلې چې د شينجيانګ د برېښنايي شرکت لخوا د پلورل شوې برېښنا په عمومي اندازه کې درويشت سلنه نيسي او دغه رقم د چين له منځنۍ سويې څخه زيات دی. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |