CRI Online

په شينجيانګ کې د باد په وسيله د برېښنا توليدي اندازه له لسو مليونو کيلوواټو څخه زياته ده

cri     (GMT+08:00) 2015-12-30 09:58:17

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې د پرمختګ او اصلاحاتو کمېټې څو ورځې مخکې خبر ورکړ، په تېرو پنځو کلونو کې شينجيانګ خپلې د باد په وسيله د برېښنا سرچينې ښې کارولې او په مناسب ډول يې د باد په وسيله د برېښنا د توليدي اډې جوړونې پراخې کړې او اوس په شينجيانګ کې د باد په وسيله د برېښنا توليدي اندازه لسو مليونو اته لکو کيلوواټو ته رسېدلې ده چې د چين په دوولسم پنځه کلن پلان کې د انرژۍ په برخه کې ټاکلې موخه يې بشپړه کړې ده.

په شينجيانګ کې د باد په وسيله د برېښنا د توليد په اړه د جنراتورونو ظرفيت د برېښنا د توليد د جنراتورونو په عمومي ظرفيت کې اوولس سلنه نيسي. د يوې شمېرنې له مخې، د باد په وسيله د برېښنا په توليدي پروژو کې د پنځوس زره کسانو د کار او استخدام ستونزې ليرې شوې او هر کال د سکرو د مصرف اندازه نږدې اته مليونه ټنه کمه شوې ده. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای