CRI Online

شينجيانګ پولي خدمتونه پياوړي کوي

cri     (GMT+08:00) 2016-01-04 10:20:05

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ٢٠١٥ کال د يوې شمېرنې له مخې،د بانکونو تر هراړخيز ملاتړ لاندې، شينجيانګ د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د پولي مرکز د جوړولو په برخه کې فعال پرمختګ  کړی، په تېره بيا د ژن مين بي يوانو د نړيوال کېدو،د ځانګړې اقتصادي سيمې د جوړولو او په بهرنيو هېوادونو او سيمو کې د چيني تصديو د سوداګرۍ د روانېدو په برخو کې د پولي چارو رول مخ په زياتېدو  دی.

د ٢٠١٥ کال د دسمبر په دوهمه لسيزه کې د چين او تاجکستان تر منځ د سوداګرۍ په بهير کې د هر يو هېواد د خپلو پيسو استعمال په ارومچي ښار کې پيل شو، د دواړو هېوادونو تصدۍ، شخصيتونه او بانکونه په خپلو پيسو او ژن مين بي يوانو پولي راکړې ورکړې کولای شي. د تازه شمېرنې له مخې، د شينجيانګ او د منځنۍ اسيا د هېوادونو تر منځ د ژن مين بي يوانو له لارې تر سره شوی سوداکريز ارزښت يو مليارډ اته سوه مليونو يوانو ته رسېدلی دی. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای