CRI Online

شينجيانګ به په جنوبي سيمه کې د ځايي وګړيو د ژوند سويې د لوړولو لپاره تګلارې غوره کړي

cri     (GMT+08:00) 2016-01-08 14:48:17

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، ٢٠١٦ کال په شينجيانګ کې د ځايي وګړيو د ژوند سويې د لوړولو لپاره د اړوندو تګلارو د تطبيق له اووم کال سره برابر دی. شينجيانګ به په دې کال کې په جنوبي سيمه کې د وګړيو عايداتو د لوړولو، په ضمانت د کورونو د جوړولو، په کليوالو سيمو کې د څښاک اوبو امنيت د ساتلو او د سړکونو د جوړولو په شمول د وګړيو ژوند په اړه بېلا بېلو برخو کې يو لړ اغېزمنې تګلارې غوره کړي.

د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې د پرمختګ او اصلاحاتو کمېټې مشر جانګ چون لين وويل، سږ کال به شينجيانګ په جنوبي سيمه کې د اوبو لګولو پروژې په شمول د کرهڼيزو بنسټيزو تاسيساتو جوړونه چټکه کړي. برسيره پر دې، د شينجيانګ په جنوبي سيمه کې به د اوسپنيزو لارو، موټرسړکونو او د هوايي ډګر په شمول د ترانسپوري تاسيساتو جوړونه هم چټکه شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای