CRI Online

پروسږ کال په شينجيانګ کې د ايستل شويو ګازو حجم له دېرشو مليارډو مکعب مترو څخه هم اوښتی دی

cri     (GMT+08:00) 2016-01-11 10:03:10

 

پروسږ کال په شينجيانګ کې د ايستل شويو ګازو حجم دېرش مليارډو او پنځه سوه مليونو مکعب مترو ته رسېدلی و چې له دې جملې څخه اته اويا سلنه ګاز د تاليمو له نفت لرونکې سيمې څخه ايستل شوي.

د تاليمو نفت لرونکې سيمه له لوېديځ څخه ختيځ ته د ګازو د ليږدولو د پروژې عمومي سرچينه ده. پروسږ کال له دې سيمې څخه د ايستل شويو ګازو حجم دروېشت مليارډو او پنځه سوه او يو پنځوس مليونو مکعب مترو ته رسېدلی و.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای