د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د شينجيانګ د اويغور د خودمختارې سيمې د دوولسمې دورې د ملي کانګرس څلورمه غونډه په دې وروستيو ورځو کې په اروموچي ښار کې تر سره شوه.د دې سيمې د کاري راپور له مخې په ديارلسم پنځه کلن پلان کې به سيمه ييز حکومت د اروموچي مرکزي هوايي ډګر او د نورو فرعي هوايي ډګرونو د جوړولو او ترميمولو کارونه چټک کړي او په راتلونکو پنځو کلونو کې به نور يوولس هوايي ډګرونه جوړ کړي.
د چين د جنوبي هوايي چلند د يو شرکت د شينجيانګ د فرعي شرکت د ګوندي کميټې منشي مرستيال او عمومي مدير فوپو يان وويل چې تر اوسه پورې په شينجيانګ کې د هغو هوايي ډګرونو شمېر چې کار پيل شوی، ١٧ ته رسيدلی دی. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |