CRI Online

د چين حکومت د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د اړيکو د تګلارو سند خپور کړ

cri     (GMT+08:00) 2016-01-13 21:14:31

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين حکومت د جنورۍ په ١٣ مه نېټه د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د اړيکو د تګلارو سند خپور کړ. دغه سند د چين حکومت لومړی سند دی چې پکې د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ پلان جوړ شوی.

په دغه سند کې پردې ټينګار شوی چې چين به د چين او عربي هېوادونو ترمنځ لرغونی دوستۍ ته پرمختګ ورکړي،خپلمنځي همکارۍ به ژورې کړي او خپلمنځي ستراتيژيکې اړيکې به پرمخ يوسي او د سيمه ييزې او نړيوالې سولې، ثبات او پرمختګ لپاره به خدمت ترسره کړي.

په ياد سند کې د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د اړيکو د هراړخيزې پياوړتيا په موخه د سياست، پانګونې، ټولنيزې ودې، کلتوري تبادلې، سولې او امنيت په پنځو برخو کې تګلارې او تدابير معرفي کيږي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای