د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياند هونګ لې د جنورۍ په ١٤ مه نېټه په بېجينګ کې وويل، چې د عربي هېوادونو په اړه د چين د تګلارو په سند کې د دواړو خواوو ترمنځ د اړيکو د پياوړتيا په موخه د چين تګلارې طرحې شوې چې د دواړو خواوو ترمنځ د اړهيزې همکارۍ او ګډې ودې لپاره مهم اهميت لري.
هونګ لې وويل، د چين حکومت د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د تاريخي پرمختللو اړيکو ته د بيا کتلو او د دواړو خواوو ترمنځ د راتلونکي همکارۍ د پلان جوړولو په موخه نوموړی سند خپور ک او په عمده توګه يې په سياست، اقتصاد او سوداګرۍ، ټولنيزې ودې، کلتوري تبادلې ، سولې او امنيت په پنځو برخو کې د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ نقشه طرحه کړه.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |