CRI Online

په چين کې د ايران لوي سفير: له ايران څخه د رئيس شي جين پينګ ليدنه به په هره ساحه کې دوه اړخيزې همکارۍ ژورې کړي.

cri     (GMT+08:00) 2016-01-16 16:44:09

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د جنورۍ په ۱۵مه نېټه خبر ورکړ چې د سعودي عربستان د پاچا سلمان بن عبدالعزيز السعود، د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السيسي او د ايران د ولسمشر حسن روحاني په بلنه به د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د روانې مياشتې له ۱۹مې نېټې نه تر ۲۳مې نېټې پورې له يادو دريو هېوادونو څخه ليدنې وکړي. په چين کې د ايران لوي سفير علي اصغر خاجي په همدې ورځ په بېجينګ کې وويل، چې له ايران څخه د رئيس شي جين پينګ ليدنه به په هره ساحه کې دوه اړخيزې همکارۍ ژورې کړي.

په چين کې د ايران سفارت د همدې ورځې په شپه يوه خبري ناسته جوړه کړه او د ايران لوي سفير علي اصغر خاجي پکې د رئيس شي جين پينګ د ياد سفر په اړه د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل. نوموړي وويل، چې ايران د يوه کمربند او يوې لارې له ستراتيژۍ سره د تړلو په موخه د اړوندو ارګانونو او سازمانونو د استازو لخوا يوه ګډه کميټه جوړه کړې ده، څو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزو همکاريو د ژورتيا لپاره ښه زمينه برابره کړي. دغه ستراتيژي به د مختلفو هېوادونو او خلکو ترمنځ واټن نژدې کړي، د بېلا بېلو هېوادونو اقتصاد به پياوړی کړي او د نړيوال او سيمه ييز ثبات او امنيت لپاره به ښه خدمت وکړي. نوموړي زياته کړه، دا ډېر ارزښت لري چې په ۲۰۱۶ کال کې رئيس شي جين پينګ په لومړی سفر کې ايران ته ولاړ شي. هيله ده چې په دغه سفر کې به د ليدو وړ لاسته راوړنې تر لاسه کړي او د نړيوالې او سيمه ييزې سولې، پرمختګ او ثبات په برخه کې به مهم رول ولوبوي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای