CRI Online

په ايران کې د چين لوی سفير: له ايران څخه به د رئيس شي جين پينګ ليدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ درنه څپه راپورته کړي

cri     (GMT+08:00) 2016-01-18 14:14:14

د ايران د ولسمشر حسن روحاني په بلنه به د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له ايران څخه رسمي ليدنه وکړي. دا به له ١٤ کلن ځنډ وروسته له ايران څخه د چين د مشرانو بيا ليدنه وي او دغه ليدنه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ درنه څپه راپورته کړي.

په ايران کې د چين لوی سفير پانک سن په دې وروستيو کې د چين نړيوالې راډيو له خبريال سره د يوې مرکې په ترڅ کې وويل، چې رئيس شي جين پينګ د ٢٠١٦ کال په پيل کې منځنی ختيځ د خپلې لومړۍ رسمي ليدنې هدف وټاکه چې له دې څخه په درنه سترګه منځني ختيځ ته د چين کتنه او د چين او ايران ترمنځ د اړيکو راتلونکې ودې ته د چين نيکې هيلې ښکاري. سفير پانګ سن پدې اړه وويل:

((له اوږدې مودې راهيسې د چين او ايران ترمنځ اړيکې په ثابته توګه پرمخ روانې دي ،په زياتو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو کې د دواړو هېوادونو دريځونه هم ډېر نږدې ښکاري، د م م په شمول زياتو برخو کې موږ يو له بل څخه ملاتړ کوو، دغه راز د دواړو خواوو ترمنځ سوداګريز ارزښت هم مخ په زياتېدو دی، له تېرو اوو کلونو راهيسې چين د ايران لومړی لوی سوداګريز ملګری دی، په ٢٠١٤ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګريز ارزښت له پنځوسو مليارډو ډالرو څخه اوښتی و. روان کال ښايي د توکيو د بيو د ټيټېدو له امله سوداګريز ارزښت هملږڅه کم شي، خو زه فکر کوم چې د سوداګرۍ عمومي اندازه به زياته شي. برسيره پردې د ايران د اټومي تړون په لاسليکېدو سره د دوه اړخيزې همکارۍ لپاره هم لاره هواره شوې ده، نو زموږ ترمنځ همکارۍ به نورې هم پياوړې شي.))

اوسمهال د چين او ايران ترمنځ اړيکې په ثابته توګه پرمخ روانې دي ،سوداګريزې او اقتصادي همکارۍ ژورې دي او کلتوري تبادلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړپوړيو چارواکو ترمنځ تګ راتګ هم زيات دی. رئيس شي جين پينګ او ولسمشر روحاني په نړيوالو مواردو کې څو څو ځلې سره کتلي دي . په تېر کال کې ولسمشر روحاني هم له چين څخه رسمي ليدنه کړې وه او د دغې ليدنې په ترڅ کې دواړو مشرانو د دوه اړخيزو اړيکو او مهمو نړيوالو او سيمه ييزو موضوعاتو په هکله بحثونه کړي وو. دغه راز له تېرو دوو کلونو راهيسې دواړو هېوادونو يو بل ته د دوستانه ليدنې په موخه زيات ګوندي، حکومتي، پوځي او پارلماني پلاوي هم ليږلي دي چې په پايله کې يې د دواړو هېوادونو ترمنځ سياسي اړيکې او متقابل اعتماد ټينګ شوی دی.

سفر پانګ سن وويل، له ايران څخه د رئيس شي جين پينګ دغه ليدنه له چين څخه د ولسمشر روحاني هغې ليدنې ته چې د تېرکال په مۍ مياشت کې يې ترسره کړې وه ، يو ځواب دی او هدف يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړيکو پياوړتيا ده. ده وويل:

(( له تېرو څو کلونو راهيسې د دواړو هېوادونو مشرانواو چارواکو په زياتو مواردو کې خبرې اترې کړې دي او يو د بل هېواد ته يې څو څو ځلې سفرونه کړي دي. د مثال په توګه ولسمشر روحاني ،د ايران د ولسي جرګې رئيس او د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف له چين څخه ليدنې کړې، دغه راز د چين د بهرنيوچارو وزير وانګ يي او مرستيال وزير جانګ مينګ او نورو زياتو اداري چارواکو هم د پلاويو په مشرۍ ايران ته سفرونه کړي دي. د رئيس شي جين پينګ ليدنه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي تګ راتګ درنه څپه راپورته کړي او له دې نه وروسته به دواړه هېوادونه د دواړو مشرانو هوکړې پلې کړي ترڅو خپلمنځي سياسي اړيکې نوي پړاو ته ورسول شي.))

همدارنګه ښاغلي پانګ سن زياته کړه، چې د تېر کال په جولای مياشت کې ايران او شپږو هېوادونو دايران د اټومي پروګرام په اړه هراړخيز تړون لاسليک کړ، دغه تړون د چين او ايران ترمنځ همکارۍ او اړيکې له نويو پرمختيايي فرصتونو سره مخ کړي دي. د جنورۍ مياشتې په ١٦ مه نېټه د ايران اټومي تړون په رسمي توګه عملي شو، رئيس شي جين پينګ به د دغه تړون له پلې کېدو وروسته لومړی بهرنی مشر وي چې له ايران څخه ليدنه کوي، هغه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيک متقابل اعتماد او همکارۍ او د سيمې د سولې ، ثبات او پرمختګ لپاره د چين رغنده وړانديزونه وړاندې کړي .

((د ايران د اټومي پروګرام په سر هراړخيز تړون د چين او ايران ترمنځ د همکارۍ په تېره بيا د اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ لپاره لاره هواره کړې او خنډونه يې لېرې کړي دي. دواړه مشران به د سيمه ييزو او نړيوالو موضوعاتو په هکله د خپلو نظرونو تبادله وکړي چې دا به د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پراختيا لپاره مهم رول ولري.))

سفر پانک سن دا هم وويل، چې د رئيس شي جين پينګ د دغې ليدنې په ترڅ کې به دواړه خواوې د خپلمنځي اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ په اړه يو لړ موافقو ته ورسيږي او د خپلمنځي راتلونکي همکارۍ لپاره به پلان جوړ کړي. دغه راز دواړه خواوې به د توليدي توان، پانګونې، تېلو، انرژۍ، بشري سرچينې ، کلتوري تبادلې، مخابرات او ګمرک په شمول زياتو برخو کې هم يولړ تړونونه او يادښتونه لاسليک کړي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای