CRI Online

رئيس شي جين پينګ به د منځني ختيځ له سعودي عربستان، مصر او ايران څخه ليدنې وکړي

cri     (GMT+08:00) 2016-01-18 17:43:38

د سعودي عربستان د پاچا سلمان بن عبدالعزيز ال سعود، د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السيسي او د ايران د ولسمشر حسن روحاني په بلنې به د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ له ١٩مې نيټې څخه تر ٢٣مې نيټې پورې له دغو دريو هېوادونو څخه ليدنې وکړي. د چين لومړی مشر د ٢٠١٦ کال په پيل لومړی له منځني ختيځ څخه ليدنه کوي چې د عام افکارو د لوړې پاملرنې سبب شوی. د چين د بهرينو چارو وزير مرستيال جانګ مينګ په ١٨مه نېټه په بيجينګ کې وويل له دغو دريو هېوادونو څخه د رئيس شي جين پينګ ليدنې به د چين او د دغو دريو هېوادونو او د دې سيمې د هېوادونو تر منځ پر اړيکو مهمې اغيزې وکړي. رئيس شي جين پينګ د دغو دريو هېوادونو له مشرانو سره د مهمو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په هکله د نظريو تبادله وکړي او د نړۍ او د دې سيمې د سولې او ثبات لپاره ګډ کوښښونه وکړي.

جانګ مينګ په مطبوعاتي غونډه کې وويل رئيس شي جين پينګ به له دغو دريو هېوادونو سره د دوه اړخيزو اړيکو او په بېلا بېلو ساحو کې د همکارۍ په اړه پلانونه جوړ کړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای